د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پر خپله وېبپاڼه په یوه خپره کړې لیکنه کې ویلي، چې د افغانستان جګړه اوولس کلنه شوه خو لا هم هره ورځ د ملکي افغانانو ژوند اخلي او رڼا ورځې یې تیاره کړې دي. په لیکنه کې راځي چې ددغه جګړې ستر زیان ملکي افغانانو ته اوړي او ستره برخه قربانیان هم ملکیان دي. سرچینه زیاتوي چې اوس هم په افغانستان کې بهرنیو او کورنیو سرتېرو جنګي جنایتونه ترسره کړي دي، وسله والو بشر ضد او انسان ضد فعالیتونه کړي دي، خو چا له دوی پوښتنه ګروېږنه نه ده کړې. دغه اداره اندېښنه ښيي چې که جګړه خصوصي سکتور ته وسپارل شي، نو د جنګي جنایتونو کچه به لوړه شي او د پوښتنې څوک به نه وي. په مطلب کې وړاندې راځي د افغانستان د ستونزې حل دا دی چې ښکېلې خواوې د سیاسي مذاکراتو له لارې روانو ستونزو ته حل پیدا کړي او په دې توګه د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي. پر وسله والو ډلو، بهرنیو او کورنیو ځواکونو بیا هم غږ شوی چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.



































