د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه ۱۲بجې د معروف ولسوالۍ پر مرکز برید کړی دی. د کندهار د امنیتي چارواکو په خبره، په پیل کې د چاودیدونکو توکو ډک حاموي زرې موټر ته چاودنه ورکړل شوه، چې له امله یې درې پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. چارواکي وایي، چې له چاودنې وروسته برید پیل شوی، چې د سهار تر څلور بجو یې دوام درلود. د کندهار د پوليسو ویاند څارمن ضیا دراني وویل، چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د معروف ولسوالي ته سقوط ور کړي خو برید يې د افغان ځواکونو له لوري په شا تمبول شوی دی. د نوموړي په لومړۍ چاودنه کې له زیانمن شویو پولیسو ورهاخوا چاته زیان نه دی اوښتی. وسله والو طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ د نښتې په اړه رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ويلي، چې په ځانمرګي برید او جګړه کې یې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.



































