نیمروز کې د طالبانو په یو برید کې شپږ پولیس سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې طالبانو چخانسور ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته وسله وال برید کړی دی چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د چخانسور ولسوال حبیب الله اسد د برید د پخلي تر څنګ وویل، چې نښته تېره شپه ناوخته را منځته شوې ده. هغه دغه راز زیاته کړه، چې په برید کې شپږ وسله وال هم وژل شوي چې په خبره یې جسدونه یې اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي. خو وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































