د پاکستان او امریکا اړیکې په افغانستان کې پر روان وضعیت پورې تړلې دي. واشنګټن ټایمز په یوه مطلب کې لیکي، په افغانستان کې د امریکا پيل کړې جګړه اووه لس کلنه شوه، خو پاکستان په دې اووه لسو کلونو کې له افغانستان او امریکا سره صادقانه چلند نه دی کړی. په مطلب کې راځي د امریکا او پاکستان اړیکې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په وضعیت پورې تړل شوې دي. د سرچینې په خبره د ټرمپ حکومت دا درک کړې ده، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړو او ترهګرۍ تر شا ولاړ دی، نو که د ترهګرۍ ضد مبارزه او سوله کې مرسته وکړي، نو ټرمپ به هم خپلې اړیکې ورسره سمې کړي او که دا کار و نه کړي نو همداسې به د انزوا لور ته روان وي. په ورته وخت کې د امریکا د سولې په انیستیتوت کې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له امریکا غوښتي چې له پاکستان سره اړیکې سمې کړي او په دې توګه به دواړه هېوادونه د شته ستونزو د حل لپاره ګډه هڅه وکړي.




































