د بغلان ولايت په ده صلاح او خوست و فرنګ ولسواليو کې سېلابونو له کبله ٢٠ کورونه تخريب شوي دي. دغه سېلابونه چې د پنجشنبې په شپه راغلي، په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه او په لسګونو څاروي مړه کړي دي. د بغلان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې مشر مجيب الرحمن بهين ويلي چې دغو سېلابونو چا ته د سر زيان نه دى اړولى. بهين وويل چې اړو کسانو ته د مرستې رسونې لپاره لازم تدابير نيول شوي دي.




































