د سمنګانو ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ ولسوال سراج الدین وایي چې تېره شپه د حزب اسلامي د یوه قومندان محمد عثمان په کور کې د واده مراسم وو، چې ناپېژانده کسانو د لاسي بم برید ورباندې کړی دی. د ولسوال په خبره په دغه برید کې د ناوې په ګدون د قومندان عثمان دوه لمسیان وژل شوي دي. نوموړي د پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وایي چې برید کوونکي په تېښته بریالي شوي او د پېژندلو او نیولو لپاره یې هڅې روانې دي. ددغه برید مسوولیت هم تر اوسه کوم چا نه دی اخیستی.




































