د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اړوند د دښت په سیمه کي د ملکي وګړو پر موټر چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې چاودنه د ملکي وګړو پر مني ډوله موټر شوې ده. ویل کېږي چې یاد موټر هغه مهال پر سړک غاړې ماین ور برابر شو چې له ژیړۍ ولسوالۍ نه کندهار ښار ته د تګ په حال کې و. د معلوماتو له مخکي په چاودنه کي یوه پېغله نجلۍ وژل شوې او 16 کسان نور چې ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي ټپيان شوي دي. افغان حکومت تل په داسې پېښو کې وسله وال طالبان پړه بولي، خو د طالبانو په ګډون هیڅ کومې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































