په افغانستان کې د چين سفير ليو جين سونګ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره کتلي دي. رباني د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو ۶۹مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ د چین او افغانستان د ښه اړیکو ستاینه یې کړې ده او پر لا ښو دوه اړخیزو اړیکو یې ټینګار کړی دی. دواړو خواو په تاجکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د راتلونکې اوولسمې غونډې، د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو ترمنځ د غونډې او پر بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ په اړه اوږدې خبرې کړې دی.





































