د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طبیعي جوسو او ممېزو د پروسس تر ټولو ستره فابریکه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ، کې د طبیعي جوسو او ممېزو د پروسس تر ټولو ستره فابیرکه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی، د اقتصاد وزیر مصطفی مستور، د پروان والي او د بوستان سبز د کرنیز شرکت چارواکو په موجودیت کې رسماً ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یاد وزارت د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې، دغه فابریکه د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیو پراخیتا (کارډ-اف) برنامې په مالي او تخنیکي مرستو جوړه شوې ده، چې په یوه ساعت کې ۱۰ مټریک ټنه انګور په جوسو بدلوي او ددې وړتیا هم لري، چې په یوه ساعت کې پنځه مټریک ټنه انګور پروسس او په ممېزو بدل کړي. د کرنې وزیر د دې سترې فابرې په پرانیستغونډه کې وویل، د دې فابریکې د کار پیل د کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر زیات مهم او د ارزښت وړ دی.




































