د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وایي، د ایران پر اقتصاد د واشنګټن بندیزونو ته به ماتې او امریکا ته به سخته څپېړه ورکړي. هغه چې نن یې په تهران کې د ازادۍ سټوډیوم کې وینا کوله وویل، د امریکا بندیزونه به مات کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له ایران سره د نړیوالو له اټمي هوکړې ووځي او له دې پرېکړې سره سم یې پر ایران بندیزونه پیل کړل. امریکا به د ایران د اټمي هڅو د بندولو لپاره د تهران د تېلو پر صادراتو بندیزونه چې د اټمي موافقې له مخې لغوه شوي و، د روان کال د نوومبر میاشت کې بېرته پیل کړي.