سولې شورا وایي، هیله من دي چې د سیمي ځېنو هېوادونو ته به د امریکا د ځانګري استازي سفر د سولې بهیر لا چټک کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان سولې په برخه کې د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د پنجشنبې په ورځ افغانستان، پاکستان، قطر، سعودي عربستان او عربي اماراتو ته لس ورځنی سفر پیل کړي. د سولې شورا وایي، هغه هېوادونه چې زلمی خلیلزاد ورته سفر لري، د افغان سولې په برخه کې مهم رول لري او دوی هیله من دي، چې د نوموړي سفر به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو زمینه برابره کړي. د یادې شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، چې د سولې لپاره زمینه تر بل هر وخت زیاته برابره شوې خو دا بهیر لا چټکتیا ته اړتیا لري او په خبره یې د خلیلزاد تر سفر وروسته به په دې برخه کې نور پرمختګونه هم ولیدل شي. دا د امریکا د ځانګري استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د خلیلزاد لومړنی سفر دی.



































