د افغانستان د ثبات لپاره په سیمه کې د کشمیر د مسئلې په ګډون د ټولو ستونزو له منځه وړلو ته اړتیا ده. پاکستانۍ ورځپاڼې دې نېشن په یوه مطلب کې لیکلي دي، دا سمه ده چې امریکا پر پاکستان فشارونه راوړي، څو طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي خو افغانستان ته په دې ډول ثبات نه شي راتللی. د سرچینې په وینا د افغانستان او پاکستان، پاکستان او هند او په سیمه کې د نورو هېوادونو ترمنځ ګڼې ستونزې موجودې دي او تر هغه چې له منځه لاړې نه شي افغانستان ته ثبات نه شي راتللی. ورځپاڼه وايي د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ ګڼې ستونزې شته دي چې یوازینۍ لار یې اوږدې خبرې او د عمل پلان پراخول دي. سرچینه کاږي د کشمیر مسئله هم د افغانستان او پاکستان د نارامۍ سبب شوې ده او ملګري ملتونه باید په دې مسئله کې مداخله وکړي او ددغه ډول ستونزو حل افغانستان ته ثبات راوستلی شي. ورځپاڼه تور پورې کوي چې هند د کشمیر د غچ په خاطر په بلوچستان او نورو قبایلي سیمو کې بېلتونپال تقویه کوي او دا پخپله ددې سبب شوې چې پاکستان او افغانستان دواړه نارامه کړي. په مطلب کې راځي چې د عمل پلان د ستونزو د دایمي حل لپاره تر ټولو غوره لار ده، نو ملګرو ملتونو، امریکا او متحدینو ته یې په کار ده، چې ددې پلان په عملي کولو کې له افغانستان او پاکستان سره همکاري وکړي.




































