که فکر وکړو هر څوک یو ځانګړی انسان دی. دوه داسې کسان به پیدا نه شي، چې په خپلو کې سره ورته وي او یا هم یو ډول ځانګړنې ولري. ان د غره دوه څوکې نه شي سره ورته کېدلی، هرو مرو به یوه ظریفي لري، چې یوه له بلې بېله کړي.
ځانګړيتوب په دې مانا نه دی، چې تاسو دې یو پوره کس اوسئ، خو د تکامل یوه ځانګړنه کېدای شي. د دې لپاره چې له نورو مو توپیر وشي اړ نه یاست، چې عجیب او غریب کارونه تر سره کړی، کولی شی د ډېرو وړو کارونو په تر سره کولو سره له نورو متمایز اوسی.
له ارزښتمنو کسانو سره ښه چلند وکړئ، څه چې یاستی، هغسې اوسئ، په زړه پورې چلند وکړئ، دا ومنئ چې هرڅوک ځانګړي دي، له خلکو سره مرسته وکړئ. ځینې وخت ګورئ چې یو ملګری مو په بد حالت کې دی، څنګ ته یې ورشئ او د څو ښو کلمو په ویلو ور سره د همدردۍ احساس وکړئ. له شک پرته چې ستاسو دغه کړنه به د هغه د خوښۍ لامل شي. هغه تاسو ته اړتیا لري، خبرو ته یې غوږ کېږدئ، که مو حللاره ذهن ته درغله، ور سره شریکه یې کړئ.