د ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د بَرَک په نوم د مرستندویې موسسې په دفتر کې یوې چاودنې درې کسان وژلي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، دا کسان د ماین په چاودنه کې وژل شوي. د خوږیاڼي په وینا په چاودنه کې ۶ نور کسان ټپیان دي. هغه زیاته کړې چې په ټپیانو کې ۴ مېرمنې دي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. خوږیاڼي زیاته کړه، تر اوسه لا معلومه نه ده چې په موسسه کې دننه دا ماین څنګه ځای پرځای شوی دی. د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کوم کس یا ډلې نه دی منلی.




































