ولسمشر غني په یوه دوه ورځني سفر بلخ ولایت ته تللی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار ته رسېدلی دی. هغه به په دغه ښار کې له خلکو سره نږدې خبرې وکړي. ارګ وایي چې ولسمشر به په دغه ولایت کې د مېرمنو له استازو، مدني فعالانو، محصلینو، د پوهنتون استادانو، امنیتي چارواکو او نورو سره وګوري. تر څنګ به یې په دغه ولایت کې د نسایي او ولادي یو ستر روغتون هم ګټه اخیستنې وسپاري. ولسمشر به د بلخ ولایت امنیتي وضعیت له نږدې و ارزوي او له امنیتي چارواکو به یې په اړه معلومات واخلي. د ولسمشر د سفر په اړه نور جزیات وروسته خپرېږي.




































