لیمو ډېرې ګټې لري او ان د ډېرو ګټو له امله ورته د پوره درملتون نوم هم ورکړل شوی دی.
۱- لیمو د هر ډول وایرسونو ضد دی؛ ځکه نو د زکام، له سترګو د اوښکو بهېدو او دې ته ورته ټولو ناروغیو مخه نیسي. لیمو د ویټامین سي زېرمه بلل کېږي چې د دې ډول ناروغیو اصلي درمل دي.
که د زکام په حالت کې لیمو له ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل شي، ګټور تمامېږي.
۲- لیمو د پښتورګو ډبره او خاوره له منځه وړي او هغه جراثیم وژني، چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.
۳- د بندونو د درد مخه نیسي او د روماتیزم په درملنه کې خورا ګټور تمامېږي، له دې سره په څنګ کې اعصابو ته ارام ورکوي.
۴- که وڅښل شي او یا پر پوستکي وموښل شي، حساسیت له منځه وړي.
۵- لیمو په خپل ترکیب کې د ويټامين سي او روټین (Rutin) مواد لري، چې د رګونو دېوالونه تقویه کوي.
۶ – هر سهار په یو ګیلاس اوبو کې یوه قطره د لیمو اوبه څښل مو د جګر له ناروغیو ژغوري.
۷- د وینې فشار تنظیموي او که چېرې د وینې فشار لوړ شي، تر ټولو اسانه او چټک علاج یې ناروغ ته د لیمو جوس ورکول دي.
۸- دغه د لیمو استعمال په وجود کې د شکرې د ناروغۍ مخه نیسي.