ولسمشر غني به نن د بلخ ولایت له ټولو ولسوالانو او د شمال زون له امنیتي چارواکو سره جلا غونډې وکړي. ولسمشر غني پرون بلخ ته تللی دی. د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد وویل چې جمهور رئيس به نن همدا راز په یوه لویه ولسي غونډه کې چې تر ۲۰۰۰ زیات کسان ور بلل شوي، وینا وکړي. هغه وویل، ولسمشر به په دې غونډه کې پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت، پر فرهنګي مسایلو او همدا راز دبیا رغونې او پراختیايي پروژو په اړه له خلکو سره خبرې وکړي. ولسمشر د جمعې په ورځ په مزارشریف کې یو روغتون پرانیست . ولسمشر او د هغه مېرمنې پرون په بلخ کې د ښځو له یوشمېر استازو سره د هغوي پر سیاسي او ټولنیزو ستونزو هم خبرې وکړې.



































