سږ کال ټول هغه ښوونکي، چې لېسانس او یا له هغه لوړې زده کړې لري په میاشتني معاشونو کې دوه زره افغانۍ زیاتې شوې. د پوهنې وزارت وایي، د ښوونکو ترفیع به د دوی د کاري ژوند تر وروستیو کلونو دومداره اوسي او دغه راز د منطقوي معاشونو د تطبیق پر پروسه هم کار روان دی او ټول هغه ښوونکي، چې د دې پروګرام تر پوښښ لاندې دي، له ګټو به یې برخمن شي. د ښوونکو لپاره د ځای او سرپناه د برابرولو په برخه کې تر دې مهاله په ۲۸ ولایتونو کې ۹۸ ښارګوټي رامنځ ته او په ټولیز ډول څه د پاسه نوي زره د استوګنې نمرې پر ښوونکو ویشلي.




































