د كابل ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې دوو ماين چاودنو د پوليسو په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۱۵ دقيقې د يادې امنيتي حوزې د شينې پل په سيمه كې د سړك پر غاړه دوه ځاى پر ځاى شوي ماينونه چاودلي، چې له كبله يې دوه ملكي وګړي وژل شوي او د شپږو پوليسو په ګډون نهه تنه نور ټپيان دي. د نوموړي په وينا، لومړۍ چاودنې يو هايلكس ډوله موټر په نښه كړ او ورپسې دوهم ماين هم وچاودېد.
د دغو چاودنو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او په كې يې د ۱۳ پوليس افسرانو د مرګ ژوبلې ادعا كړې ده.




































