ولسمشر اشرف غني وايي چې بلخ د حکومت د امنیتي ستراتيژۍ په لومړیتوب کې ځای لري او اوباشانو ته به اجازه ور نه کړي چې په مزارشریف ښار کې امنیتي ستونزې رامنځته کړي. ولسمشر اشرف غني بلخ ته د خپل دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ له ماښام وروسته د دغه ولایت له قومي مشرانو سره وکتل. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ ولایت مشرانو د حکومت له اقتصادي برنامو او سولې پروسې د ملاتړ تر څنګ د امنیت، د برېښنا د بیې لوړوالي، د ګمرکي محصول د زیاتوالي، د متقاعدینو د تنخواوو په ورکړه کې د ځنډ، په مشرانو جرګه کې د ترکمن استازي د انتصاب، په ادارو کې د قومونو د مشارکت او د اوبو مهارولو په برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې. ولسمشر غني وويل، بلخ د حکومت د امنیتي ستراتيژۍ په لومړیتوب کې ځای لري او د امنیت د ټینګښت په موخه د دغه ولایت په نا امنو ولسوالیو کې علمیات دوام لري. هغه زیاته کړه اوباشانو ته اجازه نه ورکوو چې په مزارشریف ښار کې امنیتي ستونزې ایجاد کړي. ولسمشر غني ویلي، د مزارشریف ښار د امنیت د ټینګښت لپاره یوه ځانګړې قطعه استخدامېږي.




































