ګیلاس چې علمي نوم یې Cerasus avium او په انګلیسي کې ورته Cherry وایي او د Rosaceae په کورنۍ پورې اړه لري؛ تریو ته مایله خوږه، غوښنه مېوه ده.
ګټې یې په لاندې ډول دي:
۱- په ګیلاس کې په پراخه اندازه انتي اکسايدونه شته، چې د انسان د زړښت مخه نیسي .
۲- د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي او څوک چي پر دې ناروغۍ اخته وي، په کمولو کې یې ګټور تمامېدای شي. په ګیلاس کې په زیاته پیمانه مګنیزیم او پوتاشیم شته چې د زړه د سلامتۍ او عروق شریه لپاره ډېر ګټور دي .
۳- د بدن د پوست د تورو داغونو او ټپونو په کمولو کې ګټور تمامېږي .
۴- په بدن کې د غذايي موادو په سوځولو او د خوراک په هضمولو کې پوره مرسته کوي .
۵- د اعصابو سیسټم ته سکون وربښي او یو ډول هورمونونه جوړوي، چې انسان ورسره د خوشالۍ احساس کوي .
۶- د وینې په تصفیه کې مهم رول لوبوي .
۷- د انسان فکري ځواک ته قوت ور بښي .
۸- کوم خلک چې له غوښې ډېره ګټه اخلي، کولای شي له ګیلاس څخه استفاده وکړي، څو يې وینه نرۍ او صافه شي .