د ماشومانو پر ځان باور، د ماشوم د خوشالۍ او نېکمرغۍ لامل کېږي. ماشوم مو بايد په ځان کې د هر کار د کولو وړتيا وويني، په دې برخه کې مور او پلار ډېر اړين رول لري، اړ دي چې د خپل ماشوم پر وړاندې خپله دنده او مکلفيتونه په ښه توګه ترسره کړي او لاندې برخو ته پام وکړي.
۱- له ماشوم سره مينه کول
مينه په ماشوم کې يو ځانګړی حس راپاروي، مينه ماشوم ډاډه کوي او د دې زمينه ورته برابروي، چې له وېرې پرته هر کار په ښه توګه ترسره کړي. هغه ماشوم چې د مور او پلار د مينې تر سيوري لاندې لوی شوی وي، پر ځان باور يې څو چنده لوړېږي، پر خپلو وړتياوو باور پيدا کوي او د همدې وړتياوو له مخې کولی شي چې د خپلو برياوو لوری وټاکي. که ماشوم د مور او پلار له مينې بې برخې شي، نو يو ډول عصبي ناروغي ورته پيدا کېږي او ځان يوازې احساسوي چې دا کار يې پر ځان باور ډېر راټيټوي او بې جرئته لويېږي.
۲- ماشوم ته مو د وړتيا له کچې سره برابر مسووليت ور وسپارئ
ماشوم تل د خپلو مسووليتونو پر مټ بريالی کېږي او خوند ورکوي. همدا خوند او خوشالي يې پر ځان باور زياتوي. ماشوم بايد مسووليت منونکی وي، هغوی ته کله کله بايد کوچني مسووليتونه ور وسپارل شي او دا احساس ورکړل شي چې ارزښت لري. ماشوم ته مو د دسترخوان پاکولو دنده ور وسپارئ يا د ډوډۍ لوښي پرې پخلنځي ته یوسئ، د دې پر ځای چې ورته ووايی مات يې نه کړې، پر دې يې ډاډه کړئ چې ته يې کولی شې.
۳- د ماشوم له رټلو او وهلو ډډه وکړئ
رټل او وهل ماشوم بې زړه کوي او پر ځان د باور کچه يې راټيټوي. که غواړئ ماشوم ته مو د کومې تېروتنې له امله سزا ورکړی، نو هغوی د يو څه مودې لپاره د خوښې له کاره منع کړئ، لکه اجازه مه ورکوئ چې د څه وخت لپاره ټلويزيون وګوري او يا هم د خپلې خوښې لوبه وکړي.
ماشوم مو د پيغور په بڼه له نورو ماشومانو سره مه پرتله کوئ او دا احساس مه ورکوئ چې نور له دوی بهتره دي. دا کار د ماشوم پر ځان باور ډېر کموي او هغوی تحقيروي.
۴- ماشوم مو په مثبتو جملو سره وهڅوئ
د خپل ماشوم د کار ستاينه وکړئ، کله چې هغه کوم کار کوي، نو مثبتې جملې ورته وکاروئ، د نه يې شې کولای پر ځای ورته ووايئ، هو ته کولی شې. ماشوم هر څه له مور او پلاره زده کوي، نو هڅه وکړئ چې د منفي حرکاتو او خبرو پر ځای، مثبت فکر ور ولېږدوئ.
۵- له ماشوم سره مو لوبې وکړئ
ماشوم ته وخت ورکړئ او له هغوی سره په لوبه کې برخه واخلئ. په دې کار سره هغوی ځانته د يو ستر او ارزښتمن شخص ګومان کوي، لوبه مو په ماشوم پيل کړئ او تاسې ورسره يو ځای جسمي او روحي ونډه واخلئ، که مو فکر بل ځای او جسماً په لوبه کې وی، نو ماشوم په دې کار ډېر ژر پوهېږي او له زړه خپه کېږي.
له ماشوم سره په لوبو کولو د مور او پلار فکر هم د يو څه مودې لپاره بدلېږي او د خوشالۍ احساس کوي، ځکه د ماشوم يوه بېله نړۍ ده چې په ورتګ يې هر څوک د راحتۍ احساس کوي او هر څه هېروي.
۶- د ماشوم پوښتنې مو بې ځوابه مه پرېږدئ
کنجکاوه ماشوم تېز او فعاله ذهن لري، له هر څه سره د مخ کېدو پر مهال يې په ذهن کې بې شمېره پوښتنې را پيدا کېږي. مور او پلار اړ دي چې د ماشوم هرې پوښتنې ته ځواب ورکړي. که ماشوم د پوښتنو په کولو سره ورټی، نو بې زړه او کم جرئته لويېږي او دا کار يې راتلونکي ته هم ډېر تاوان رسوي.
هڅه وکړئ چې له ماشوم سره په هغه ډول چلند وکړئ، کوم چې بې له کومه ډاره او شرم له تاسې هره پوښتنه په ډاډه زړه وکړی شي، چې دا کار يې پر نفس د اعتماد پر لوړوالي ډېر مثبت اغېز لري.