د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو غاړو د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. یاد کمیسیون په هېواد کې د ملکي تلفاتو ډېرېدو ته په کتو ویلي، له مجازاتو او له نړیوالو بشر دوستانه قوانیو نه د سرغړاوي په اړه د معافیت فرهنګ لامل شوی، چې په هېواد کې د ملکي تلفاتو شمېره لوړه شي. د یاد کمیسون ویاند بلال صدیقي ویلي، ورځ تر بلې ډېر ملکیان په سیستمالیک ډول په نښته کېږي چې دا بشردوستانه قوانین تر پښو لاندې کول دي. هغه له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې، چې د ملیکانو ژوند خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي. هغه دغه راز له حکومته وغوښتل، هغه کسان چې د ملکي تلفاتو لامل ګرځي قانوني چلند دې ورسره وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو هوایي عملیاتو زور اخیستی چې ډېری وخت یې قربانیان عام افغانان وي.




































