په عام ډول مالګه د وینې د فشار لوړېدو لامل ګڼل کېږي، خو اوس طب پوهانو د مالګې د ډېر استعمال یو بل تاوان هم څرګند کړی دی؛ د چین جنان پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې د مالګې ډېر استعمال د فشار پر لوړولو سربېره، د ډېر عمر لرونکو کسانو ینې ته هم ډېر تاوان رسوي. څېړونکي وايي چې د انسان بدن ته د لږې مالګې اړتیا وي او د امریکا حکومت له همدې کبله روغو کسانو ته په ورځ کې د چای د یوې کاشوغې په اندازه د مالګې خوړلو وړاندیز کوي.
په مالګه کې موجود “سوډیم” پر نورو چارو سربېره، په بدن کې د شته اوبو جریان په برابرولو او عصبي نظام منظمولو کې مرسته کوي. خو د مالګې ډېر استعمال بیا جانبي عوارض هم لري او د فشار پر لوړولو سربېره، ینې ته هم تاوان رسوي.