ځمکني توت چې څومره ښایسته دي، په هماغه اندازه یې روغتیایي ګټې هم ډېرې دي؛ دغه مېوه د ځینو ویټامینونو پر لرلو سربېره، د انټي اکسایډنټس له غوره منابعو څخه هم ګڼل کېږي.
د بدن دفاعي سیسټم غښتلی کوي
څېړنو ښودلې چې ځمکني توت د ویټامین سي (Vitamin C) ترلاسه کولو لپاره چې بدن یې د جوړولو وړتیا نه لري، یوه غوره منبع ده. د کلیفورنیا پوهنتون د څېړونکو په خبره، که چېرې د یوې مودې لپاره په ورځني ډول ځمکني توت وخوړل شي، نو په دې مېوه کې شته انټي اکسایډنټ وړتیا د وینې برخه ګرځي.
سترګې روغې ساتې
د دې لپاره چې سترګې د لمر له خطرناکو وړانګو څخه په امن کې وي او د سترګو د قرنيې په برخه کې پروټین له منځه ولاړ نه شي، ځمکني توت وخورئ.
د ځمکنيو توتو خوړل د سرطان مخه نیسي
ویټامین سي هغه څه دي چې د سرطان په مخنیوي کې ګټور دي. دغه ویټامین د بدن دفاعي نظام غښتلی کوي او سربېره پر دې د مختلفو ناروغيو پر وړاندې مقاومت کوي. د یوې څېړنې پر بنسټ په ځمکنيو توتو کې شته ایلاجیک اسید (Ellagic Acid) نومي ګټور مواد د سرطان ضد خاصیت لري او د سرطاني حجراتو د زیاتېدو او پرمختګ مخه نیسي.
د وینې فشار نورمال ساتي
په ځمکنيو توتو کې پوټاشیم یوه بله ګټوره ماده ده، چې نه یوازې د وینې فشار کنټرولوي، بلکې د وینې لوړ فشار په کمولو کې هم مرسته کوي.
د بدن فایبر زیاتوي
فایبر د خوړو د هضم لپاره ډېر اړین دي او په ځمکنيو توتو کې دغه ګټوره ماده په ډېره زیاته پیمانه پیدا کېږي. که په بدن کې فایبر کم شي، نو د قبض او کولمو د عفونت خطر هم زیاتېږي.