يوې نوې طبي څېړنې ثابته کړې ده چې توت، انګور او نورې مېوې د ((ريسپيراټرول)) په نوم مرکب لري، چې د بدن اضافي وازګې (سپينې وازګې) پر (نصواري وازګه) بدلوي، چې نصواري هغه بيا د بدن له لوري په اسانۍ له منځه ځي.
څېړونکو ښودلې ده چې په دې نوې څېړنه کې د ځان ساتنې او د چاغوالي د درملنې ډېرې طريقې او ستراتيژيانې شته دي. د څېړنې د پايلو د تاکيد لپاره د واشنګټن پوهنتون روغتياپوهانو پر موږکانو تجربه کړې، چې ډېره اندازه غوړ لرونکي خوراکونه يې ورکړل او بيا يې د ورځې پرې ۱۰۰ ګرامه توت او انګور وخوړل، څېړونکو ومونده چې دغو موږکانو نسبت نورو (هغه چې له دې لږه اندازه انګور او توت يې ورکړي وو) ته نږدې ۴۰ سلنه خپل وزن له لاسه ورکړی دی. څېړونکو د خپلو څېړنو د وړاندې کولو پر مهال دې ته اشاره کړې، چې ريسپيراټرول د بوليپينولو ماده ده، چې په ډېری مېوو کې موندل کېږي او د AMPK په نوم د يوه فعاليت په نامه سپين غوړ پر نصواري هغو بدلوي، چې هغه بیا د بدن په وسيله له منځه وړل کېږي.