تېر وخت هېر کړئ؛ څه ډول چې تېر شوی، همداسې یې ومنئ. هڅه وکړئ چې نن مو ښه وي او څه ډول مو چې زړه وي، هسې یې تنظیم کړئ. کوښښ وکړئ چې ځان په دې برخه کې مسوول وګڼئ، هر سهار چې له خوبه پاڅېږی، پر مخ مو یوه نوې ورځ پرانیستل کېږي، کېدای شي دا ورځ بله را نه شي. پوهېږی، نن څومره خوښۍ، مثبتې انګېزې او نوي فکرونه لری او تجربه کوی یې؟
موږ انسانان ټول وخت د سبا لپاره په تمه تېروو، خو کله چې سهار شي، ګورو چې بیا همدا نن دی!
دا چې هر سهار پر موږ لمر را خېژي، باید د خدای پاک شکر ادا کړو؛ د دې لپاره چې پاک خدای یو ځل بیا د سا اخیستو توان راکړ او له دغه فرصته په ګټې اخیستو مو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړه. په خپلو کارونو کې پوره پوره هڅه وکړئ، څو په ژوند کې مینه تجربه کړی او په مینه کې ژوند تېر کړی، نو خپله ټوله هڅه وکړئ چې په نن کې ژوند وکړئ، همدا نن، همدا اوس او په همدې شېبه کې مسکي شئ، زړه مو له خوښیو او خوشالیو ډک کړئ!