د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو هوایي برید شوی د سیمې اوسیدونکي وایي چې نن مازیګر ناوخته د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د سروخېلو په سیمه کې بهرنیو ځواکونو بمبار کړی. د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د ګرده څېړۍ ولسوال قادر خان ځدراڼ وايي چې، یاده سیمه کې بهرنیو ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوایي برید کړی چې، له کبله یې لس کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي. ځدراڼ وایي چې تر اوسه په دې اړه مالومات نه لري چې وژل شوي او ټپیان وسله وال طالبان دي او که ملکي وګړي. بلخوا په میدان وردګو کې هم تېره شپه د کوچیانو پر یوې خېمې بمبار شوی چې پکې دوه تنه کوچيان وژل شوي چې خپلوانو یې نن مړي د اعتراض په ډول د ولايت مقام مخې ته راوړي و. یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو هوایي عملیاتو زور اخیستی چې ډېری وخت یې قربانیان عام افغانان وي.