په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه ده او د هېواد په وضعیت کې یې هېڅ مثبت تغیر نه دی راوستی. د پخواني ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا ویلي د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلاره ګټوره نه وه خو برعکس زیانونه یې هم افغانستان ته لرلي دي. دده په خبره د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده، مهمې سیمې د حکومت له کنټروله وتلې دي، جګړې شدیدې شوې دي او د قانون د حاکمیت کچه راټيټه شوې ده. دده په وینا له امریکا سره د امنیتي تړون بیا کتنه هم ځکه اړینه ده، چې امریکا پر خپلو ژمنو عمل و نه کړ. سپنتا وایي تړون هغه وخت ارزښت لري چې دواړه لوري ورته ژمن وي، خو امریکا دغه تړون ته ژمنه نه ده. سپنتا له ترکي رسنیو سره په خبرو کې همدا راز ویلي چې د سولې خبرې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ پورې تړلې دي. دده په خبره که روسیه، پاکستان او نور هېوادونه له زړه هڅې وکړي نو طالبانو د مذاکراتو مېز ته حاضرولی شي. هغه د زلمي خلیلزاد هڅو ته هم په ښه سترګه کتلي دي او په وینا یې کېدای شي د سولې په برخه کې مثبت بدلونونه راولي.