مینه په خپل ذات کې ډېره ارزښتناکه ده، مقصد او موخه نه لري، خو اغېز یې دومره زیات دی چې پر سړي باندې یوه ځانګړې خوښي راولي. دغه څه د مینې مقصد او موخه نه دي؛ ځکه مینه سوداګري نه ده چې ګټه او تاوان دې پکې وي. دا مه هېروئ چې که په ژوند کې موخه ولرو او له مهالوېش سره سم ژوند وکړو، لرې به نه وي چې په ډېرې اسانۍ له هغو ستونزو ځان وباسو چې ورسره مخ کېږو. ژوند د خدای ج یوه په زړه پورې ډالۍ ده. ژوند هغه خاوره ده چې ګلونه پکې را ټوکېږي. د ښه ژوند لپاره بیا مینه تر ټولو اړینه ده؛ ځکه همدا مینه ده چې په وسیله یې ژوند په اسانۍ سره پر مخ تللای شي.
دا هم مه هېروئ چې زموږ ژوند په اوس پورې تړلی؛ په نن کې ژوند وکړئ او ژوند یو غنیمت وګڼئ.
څه چې په ژوند کې ډېر اړین او مهم دي، هغه زموږ او ستاسو لیدلوری دی. څه ډول چې فکر کوی، ژوند به مو په هماغه ډول مخې ته ځي، نو ښه ده چې تل مثبت فکر وکړو او ژوند ته په ښه سترګه وګورو.