د رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د کورني امنیت مرستیال وزیر د افغانستان د کډوالو چارو له وزیر سید حسین عالمي بلخي سره د کډوالو پر مسئله خبرې کړې دي. بلخي په دې لیدنه کې له ایراني اړخ غوښتي چې هلته له مېشتو کډوالو سره چلند سم کړي او دوی ته د زده کړو او کار زمینې برابرې کړي. نوموړي همدا راز ویلي ایران دې هغه کډوالو ته د وتلو شرایط اسانه کړي چې غواړي افغانستان ته لاړ شي. ایراني اړخ ویلي چې دوی په ټولو برخو کې د افغان کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي او حقوقو ته یې درناوی کوي. هغه همدا راز ویلي د هغو کډوالو له کورنیو سره یې وخت په وخت مرستې کړې دي چې غواړي افغانستان ته ستانه شي. ایراني اړخ همدا راز ژمنه کړې چې افغانانو ته به د وېزې په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځ ته کوي او ددواړو هېوادونو ترمنځ پروازونو کې به سموالی راولي.




































