په امریکا کې تر سره شوې یوې نوې څېړنې ثابته کړې، چې د کچالو له اندازې ډېر خوړل انسان د وینې پر لوړ فشار اخته کولی شي. د هاروډ میډیکل سکول او بریګم اینډ ویمن هسپيټال له خوا ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي، چې د دغو نشایسته لرونکو خوړو ډېر خوراک د وینې فشار او ۱۱ سلنه د دې ناروغۍ خطر لوړوي.
په څېړنه کې د دغو خوړو د استعمال د طریقې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو روغتیايي څېړونکي او کارپوهان پر دې باور دي، چې په غوړیو کې پخول يې د فشار د ناروغۍ خطر د نورو طریقو په پرتله ډېر زیاتولای شي.
څېړونکو د څېړنې تر سره کولو لپاره له خلکو پوښتلي، چې څو ځلې چپس خوري؟ څرګنده شوې چې په اونۍ کې څلور ځلې د چپس استعمال، د وینې د لوړ فشار خطر ۱۷ سلنه زیاتوي.
په څېړنه کې ویل شوي چې په کچالو کې د جي ای په نوم مواد شته، چې د وینې د فشار د لوړېدو لامل ګرځي. جي ای لرونکي خواړه بدن ته له ځنډ پرته انرژي ورکوي او د وینې شکر په چټکۍ سره زیاتوي، کوم چې د وینې پر فشار بدلېږي.