د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته شاوخوا درې بجې د یاد ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ په اقسای سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی دی، چې په پایله کې یې د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا په یاده پوسته کې سیمه ییز، ملي پولیس او د ملي اردو ځواکونه میشت وو، چې له ډلې یې یواځې یو ټپي او پنځه نور سرتېري په تېښته بریالي شوي دي. تښتېدلي سرتېري وایي، چې د شپې په نهو بجو ورباندې برید پیل شوی وو، چې دوی د سهار تر څلورو بجو پورې مقامت کړی دی. د دوی په خبره په وار وار یې له سیمه ییزې ادارې نه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د نامعلومو دلایلو له مخې ورته رسېدلې نه ده. پولیس په یاده نښته کې د یو طالب او ۱۱ نورو د ټپې کېدو ادعا هم کوي. خو طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سره ادعا کړې چې په یاده پېښه کې یې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او ډیری مهمات یې هم تر لاسه کړي دي.