براین ټریسي د “موخې” په نوم کتاب کې بېلګه راوړې ده، هغه وایي: «کله مې چې له یوه زده کوونکي وپوښتل چې د خپل ځان لپاره یو هدف وټاکي، زده کوونکي وویل، زه غواړم په ټوله نړۍ کې د یوه کال په اوږدو کې سوله راولم».
ټریسي په ډېر احترام ترې وپوښتل: «ایا ته د ملګرو ملتونو سرمنشي یې؟»
ـ نه
ـ د امریکا ولسمشر یې؟
ـ نه
ـ د یوې لویې مذهبې او معنوي ډلې مشر یې؟
ـ نه
ـ ښه نو چې داسې ده بیا خپل کار کوه، ستا یې په نړیواله سوله څه! ته هڅه وکړه چې خپله کورنۍ دې په سوله کې ژوند وکړي.
هدف مو باید د باور وړ وي او تر ډېره امکان ولري. که د ځان لپاره مو داسې یوه موخه وټاکله، چې پوهېږی پر وس مو پوره نه ده، په اصل کې مو د خپلې ماتې لپاره نقشه جوړه کړې ده؛ ځکه یو وار مو داسې موخه د ځان لپاره ټاکلې چې پوهېږی، ورته رسېدای نه شی او بیا یې چې کله د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوی، تل به غمګین او پرېشانه یاست.