ډېری خلک د ورځنيو مصروفیتونو له امله د سهار چای له څښلو پرته ښوونځیو او دفترونو ته ځي.
په دې وروستیو کې د یوې نوې څېړنې پر بنسټ، روغتیايي کارپوهان وايي چې د سهار چای نه څښل، انسان د فلج او زړه پر مختلفو ناروغیو اخته کوي.
په دغه څېړنه کې د ۱۳۰۰۰۰ کسانو ژوند څېړل شوی، چې ۴۵ او یا له دې څخه د زیات عمر لروونکي نارینه او ښځې پکې شاملې دي.
په دې څېړنه کې څرګنده شوې چې هغه کسان چې په اونۍ کې ډېر ځلې د سهار چای نه څښي، هغوی نسبت نورو کسانو ته ډېر د فلج پر ناروغۍ اخته کیږي، چې له همدې امله ډاکټران وايي، په هیڅ صورت باید د سهار چای پرې نه ښودل شي.
په دې څېړنه کې د څېړل شوو کسانو له جملې څخه ۳۷۷۲ کسان د فلج او ۸۷۰ کسان د زړه پر ناروغیو اخته شوي. له دې څخه څرګندیږي چې په هر ۱۰۰ هغو کسانو کې چې د سهار چای نه څښي، ۲۰ کسه يي د زړه او یا هم فلج پر ناروغیو اخته کیږي.
دغه څېړنه د اوساکا پوهنتون د ساینسپوهانو لخوا ترسره شوې، په کوم کې چې د خلکو بدني روغتیا له نږدې څخه تر نظر لاندې نیول شوې او څېړل شوې.