هګۍ د کولین نومي موادو غوره سرچینه ده چې د اعصابو د معلوماتو رسولو سیسټم په پیاوړي کولو کې مهمه ونډه لري. عصبي حجرات فعال ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت چټکېږي.
۱- هګۍ هډوکي پیاوړي کوي
هګۍ د ویټامین ډي غوره سرچینه ده چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډېر اړین دي. پر دې سربېره، په هګیو کې شته کلسیم او فاسفورس د بدن اوستیوپروسيس له منځه وړي او د هډوکو د پیاوړتیا لامل ګرځي.
۲- هګۍ د بدن وزن نورمال ساتي
هګۍ په زیاته اندازه پروټین لري چې پر همدې اساس د هغو کسانو لپاره چې غواړي پیاوړې عضلې ولري، یو غوره انتخاب دی. د هګۍ استعمال له ډېر خوراک څخه مخنیوی کوي چې په دې ډول د اضافي وزن اخیستو په مخنیوي کې اغېزناکې تمامېږي.
۳– هګۍ د سترګو لید زیاتوي
په هګیو کې د لیوتین او زیاګزانتین په نومونو مواد شته چې د سترګو لید زیاتوي؛ پورتني مواد انسان د سترګې له ناروغیو لکه د سترګې له ګل (کترکت)، د سترګو د عدسيې د له منځه تلو او ځینو نورو څخه ژغوري.
۴– د هګیو خوړل د سرطان خطر کموي
د مختلفو څېړنو پر بنسټ په اونۍ کې شپږ هګۍ خوړل په انسان کې ۴۴ سلنه د سینې د سرطان خطر کموي.