په اوسني عصر کې په ښاري سیمو کې تقریباً هره کورنۍ په خپل پخلنځي کې یخچال لري، چې په واسطه یې د کورنیو مېرمنې کولای شي، خپل پاخه کړي خوراکونه وساتي، همداسي د مېوو او سبزیو د تازه ساتلو لپاره یخچال ډېر اهمیت لري.
خو دری داسې خواړه شته چې له نوي تحقیق سره سم کله چې په یخچال کې کېښودل شي، خپله ګټه له لاسه ورکوي.
۱- پټاټې یا کچالو
کله چې په یخچال کې کېښودل شي، خپل په دننه کې چې کومې اوبه لري، هغه پر شوګر یا خوږې اوړي، چې له کبله یې خپل اصلي خوند له لاسه ورکوي او د خوراک په وخت کې بد مزه وي.
۲- شفتالو
ډېره قېمتي مېوه ده، د نورو میوو په نسبت ډېر زیات پوټاشیم او فایبر۲ لري، خو دغه هر څه هغه وخت له لاسه ورکوي، کله چې په یخچال کې کېښودل شي.
۳- هندواڼه
د ګرمۍ وهلي ناروغ تر ټولو ښه علاج او د ګرمۍ تر ټولو زیاته خوړونکې د هر چا د خوښې مېوه، چې ډېر خلک یې د خوراک تر مخه په یخچال کې اېښودل خوښوي، څو یخه یخه یې وخوري، خو له نوې څېړنې سره سم هندواڼه خپلې ټولې ګټې هغه وخت له لاسه ورکوي کله چې په یخچال کې کېښودل شي او یخه شي.