کېدای شي ډېر کله مو خلک په اړه غیرعادلانه قضاوت وکړي. ډېر کله خلک ستاسو په اړه داسې خبرې او قضاوت کوي، چې په هغوی پورې هېڅ اړه نه لري. کېدای شي د هغوی خبرې زړه ته واچوی، پر کړنو مو منفي اغېز وکړي، پر ځان باور مو کم شي او تاسو له ځان پېژندنې لرې کړي. خو دا هر څه هغه وخت پېښېدای شي، چې تاسو د هغوی خبرې بیا بیا په خپل ذهن کې تکرار کړی. تاسو د لوی خدای ج مخلوق یاست. په تاسو کې د خدای ج روح چلېږي. تاسو د ځمکې پر سر د خدای ج پاک خلیفه یاست. کېدای شي خلک هڅه وکړي، چې تاسو تحقیر کړي، یا داسې حس درکړي چې له ځانه مو زړه در تور کړي، خو په اصل کې د هغوی دغه کړنې ستاسو په وجود کې کوم بدلون نه شي را وستی. تاسو اوس هم خپل خدای ته ګران یاست. تاسو اوس هم د خدای ج تر ټولو ارزښتناک مخلوق یاست. خدای پاک اوس هم ستاسو لپاره یوه روښانه راتلونکې ستاسو پر وړاندې اېښې ده. که د حذف بټنه کېکاږی او ټول منفي فکرونه مو له ذهنه لرې کړی، کولی شی ستونزې هم پر خپله ګټه تمامې کړی.