سګرېټ څکول هر وخت او د هر انسان لپاره مضر ثابت شوي دي. خو یوې تازه څېړنې ښودلې چې د سګرېټو څکول هغه انسان ته چې د شکرې یا ډيابټيس پر ناروغۍ اخته وي، دوه برابره زیات تاوان لري.
څېړنه د امریکا د کلورودو پوهنتون له لوري پر ۵۳ زره سګرېټ څکوونکو تر سره شوې.
د څېړنې پايلې ښيي، هغه خلک چې هم د شکرې ناروغي لري او هم سګرېټ څکوي؛ د هغوی په پرتله چې د شکرې ناروغي نه لري، خو سګرېټ څکوي، د مرګ احتمال يې دوه برابره لوړ دی.
ښځې بیا تر نارينهوو هم ډېرې حساسې ښودل شوې دي.
څېړنه وايي، د هغو ښځينه سګرېټ څکوونکو چې هم سګرېټ څکوي او هم د شکر ناروغي لري، د هغوی په پرتله چې سګرېټ څکوي، خو شکر نه دي، ۸۰ سلنه زیات د دې اټکل دی چې د ينې یا ځيګر له سرطان څخه مړې شي.
ډاکټران وايي چې د سګرېټو پرېښودل نه یوازې دا چې د انسان د عمومي روغتيا لپاره ډېره مهمه خبره ده، بلکې د شکرې ناروغۍ په کنټرول کې هم مهم رول لوبوي.