د ډيفنس آن په نامه امریکايي نشریه لیکي، په افغانستان کې د امریکا د ناکامې جګړې اوولسم کال پوره شو، خو ورسره جوخت زرګونه افغانان، افغان سرتېري او بهرنیان په دغه جګړه کې وژل شوي دي. د نشریې په باور د امریکا له حضور سره سره په افغانستان کې ترهګري ختمه نه شوه، جګړې کابو نه شوې، د ملکیانو ژوند خوندي نه شو، بیا رغونه و نه شوه او یو قوي حکومت جوړ نه شو. سرچینه ددې ټولو ناکامیو پړه پر امریکا اچوي او وايي د امریکايي چارواکو غلط او ناکام بهرني سیاستونه ددې سبب شول چې امریکا د میلیاردونو ډالرو په لګولو او قربانیو په ورکولو په افغانستان کې یو قوي حکومت جوړ نه شي کړی. د نشریې په باور د امریکا موخه د ترهګرۍ ختمول و، د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی و، د افغانستان رغول وو او په دغه هېواد کې د یوه ولسواک قوي نظام جوړول و، چې دا یوه موخه هم په سمه توګه نه ده ترلاسه شوې. په مطلب کې راځي چې د جګړې له لارې په ۱۷ کلونو کې امریکا بریالۍ نه شوه، نو ځکه ویلی شو، چې په افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده او نړیوال دې له یوې بلې نوې لارې ملاتړ وکړي.




































