ليمو چې د نړۍ په هره برخه کې ښه پرېمانه پیدا کېږي، د انسان د بدن لپاره ډېرې ګټې لري.
د ليمو تر ټولو غوره ځانګړنه دا ده چې د انسان د وجود وينه زیاتوي او ورسره د وینې جریان هم چټکوي. پر دې سربېره، ليمو تنده کموي او د بدن مالګه هم پوره کوي. کله چې انسان د سستۍ او لټۍ احساس کوي، ليمو لټي او سستي ختموي. همدرانګه ليمو د انسان له پوستکي څخه تور داغونه لرې کوي او د تبې اثرات هم له منځه وړي.
لیمو د مخ پوستکى او ويښتان تازه ساتي. لیمو که په خوراک کې د ښې مزې لپاره کارېږي، خو د ښکلا لپاره هم پوره ګټور دی. لیمو د مخ تور داغونه او رټې ختموي. که د مالوچو یو پشم د لیمو په اوبو سره ککړ کړئ او پر مخ يې هره ورځ یا یوه ورځ پس ومږئ، نو د مخ تور داغونه به مو له منځه لاړ شي.
که لیمو او شات سره ګډ شي او پر پوستکي ومږل شي، نو وچ پوستکی نرم او تازه کوي. که لیمو د بادامو د تیلو سره ګډ شي او نوکان پرې غوړ شي، شل ۲۰ دقیقې پرېښودل شي، نو د نوکانو رنګ او ډول تازه او ښکلی کیږي. که لیمو او بوره سره ګډه شي او پر شونډو پورې شي، نو شونډې نرموي او سپوروالی يې ختموي.