د معدې درد له خپل درد سره د بدن په نورو غړو کې هم درد رامنځته کولای شي. ډېری داسې ناروغان لیدل شوي، چې ناروغي یا درد یې د بدن په نورو غړو کې محسوسېږي او اصلي لامل یې د معدې ناروغي وي. د معدې د درد دې مخنیوي په موخه له لاندې لارښوونو څخه ګټه واخلئ:
لومړی: نانا چې ځینې وګړي ورته نعنا وايي وخورئ، خو فکر مو وي چې له کچې زیات خوړل یې بیا کولای شي د معدې درد لا زیات کړي، یعنې په کچه یې خوړل ګټور دي.
دویم: په چای کې دارچین واچوئ او ویې څښئ؛ ځکه دارچین هم کولای شي په اړونده برخه کې تر ټولو غوره ګټې ولري.
څلورم: زنجبیل یا سونډی کولای شي د معدې دې درد مخه ونیسي او معده مو ځوښ ونه کړي؛ ځکه زنجبیل یا سونډی معده پیاوړې او قوي کوي چې بیا د ډېرو څيزونو پرې زور نه رسېږي.
پنځم: له اناناس څخه چې ځینې وګړي ورته انه ناس وايي ګټه واخلئ؛ ځکه دا هم کولای شي د معدې دې درد مخنیوی وکړي.
شپږم: له لېمو سره بوره یوځای کړئ او ویې څښئ. له لېمو سره د بورې یوځایوالی کولای شي په رښتیني ډول مو په ډېر لږ وخت کې د معدې له درد څخه خلاص کړي.