په هغه څانګه او رشته کې چې زده کړې مو په کې کړې دي، لازمه تجربه او مهارت لاسته راوړئ. په دې برخې کې د زیاتې مطالعې په کولو سره ځان پر یوه مسلکي او د دې برخې پر کارپوه باندې بدل کړئ. څومره چې په خپله رشته کې زیات معلومات او پوهه ولری، په هماغه کچه به خلاق او نوښتګر فکر ولری. علم او پوهه تاسو ته هغه قوي وزرونه درکوي، چې بیا کولای شی د خپلې خوښې هغه ځای ته پرې پرواز وکړی، چې له دې مخکې ورته څوک نه دي رسېدلي. نو د دې کارونو په تر سره کولو کې ځنډ مه کوئ. د نورو او نویو شیانو زده کول هم اړین دي، خو په خپل مسلک کې ځان رسولو ته لومړیتوب ورکړئ. ځکه په دې کار سره مو پر ځان باور زیاتېږي، کله مو چې پر ځان باور زیات شي، په اسانۍ سره خپلې موخې ته ځان رسولی شی. که تاسو په یو وخت د ډېرو مسلکونو زده کولو ته لاس واچوی، بیا نه شی کولی ښه وځلېږی.