د تخار ولایت د کرنې ریاست چارواکو ویلی چې د تېر کال په پرتله په زراعتي محصولاتو کې ډېروالی راغلی دی او دا کار ددغه ولایت کروندګرو ته ښه زېری دی. د تخار د کرنې رییس انجنیر محمد سالم ساعي ویلي، نه یوازې د تېر کال بلکې د څو مخکینیو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې زراعتي محصولات ښه شوي دي. هغه هیله څرګنده کړې چې ددغه ریاست په هڅو مشورو به دغه محصولات نور هم ډېر شي. د تخار ولایت کروندګر هم د محصولاتو ډېرېدو ته هیله من دي، خو وايي د سړو خونو نشتون یې ګټې کمې کړې دي او ډېری محصولات یې خرابېږي. د کرنې رییس بیا وایي چې په دغه ولایت کې د سړو خونو د جوړولو چارې پيل کېږي چې په بشپړېدو سره به یې د کروندګرو ګڼې ستونزې راکمې کړل شي.




































