بشر چې تر اوسه هم کومې کړنې کړې، ټولې یې د مافوق هوښیار ذهن زېږنده دي. د بریالیو کسانو ځانګړنه دا ده، چې د خپلو بریاوو لپاره یې له مافوق هوښیار ذهن څخه ګټه اخیستې ده. ډېری وخت دغه ذهن ته نیمه هوښیار جهاني او د نامحدود استعداد نوم هم کارول کېږي؛ ځکه بشر چې تر اوسه هم کوم کشفیات او مهم کارونه کړي، له خپل دغه ذهن څخه یې کار اخیستی دی.
مافوق هوښیار ذهن د اکتشافاتو، لیدلورو او الهاماتو د شروع ټکی دی. دغه ذهن په پرله پسې توګه د ذهن پر نا اګاهانه سطحه کار کوي، څو مسئلې حل، موانع له منځه یوسي او موخې ته مو نږدې کړي. کله چې تاسو د ځینو مسئلو د لیکلو پر وخت موخه تعقیبوی او یا ستونزې حلوی، د مطلب لیکل د دې لامل کېږي چې ټول مسایل ستاسو په نیمه هوښیار ذهن کې ذخیره شي، له هغه وروسته دغه څه ستاسې ابر کمپیوټر یا مافوق هوښیار ذهن ته لېږدوي. دغه ذهن بیا ۲۴ ساعت په دې اړه فکر کوي، څو وتوانېږي چې د ستونزو لپاره حللاره پیدا کړي.