یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې که چېرې څوک غواړي د فلج او شکر له مهلکو ناروغیو څخه ځان وژغوري، نو په ورځني ډول یوه اندازه تیز رنګ لرونکی چاکلېټ خوړل باید خپل عادت وګرځوي.
د دغې څېړنې د تر لاسه شوو پایلو پر بنسټ، هره ورځ یو ځل تیز رنګ لرونکی چاکلېټ نه یوازې دا چې د زړه له مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؛ بلکې د شکر په مخنیوي کې هم ډېره زیاته مرسته کوي.
په دې څېړنه کې د ۱۱۰۰ هغو کسانو چې عمر يي له ۱۸ څخه تر ۶۹ کلونو پورې و، د ژوند طریقه او ورځني خواړه تر څارنې لاندې نیول شوي وو.
په څېړنه کې ثابته شوې هغه کسان چې په ورځني ډول ۱۰۰ ګرامه چاکلېټ خوري، د هغوی په بدن کې د انسولین حساسیت کمېږي او د ځیګر فعالیت لا ښه کوي.
د واروک پوهنتون د څېړونکو په خبره، شواهد ښيي هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې ککاو (Cacao) لري، د زړه او میټابولیک روغتیا ښه کولی شي چې په مرسته يې د فلج، زړه او شکر په څیر مهلکو ناروغیو خطر کمېږي.
څېړونکو همدا راز ویلي چې د تیز رنګ لرونکي چاکلېټ په خوړلو سره باید په ورځني ډول ورزش کول هم خپل عادت وګرځول شي، څو په دې ډول د وزن زیاتېدو مخه هم ونیول شي.