کله مو چې ذهن له مثبتو پیغامونو، نظرونو او تصاویرو ډک کړ، په اتومات ډول دغه ټول مسایل په نیم هوښیار ذهن کې ځای نیسي او له ځنډ پرته ستاسو پر کړو وړو اغېز کوي. مخکې مو دې خبرې ته اشاره کړې ده، چې دغه جمله (زه نابغه یم!) څومره پر انسان باندې مثبت اغېز کوي. کله چې تاسو په لومړي ځل دغه جمله او یا نورې مثبتې جملې له ځان سره تکراروی، کېدای شي ډېرې درته په زړه پورې نه وي. کله چې تاسو دغه ډول مثبتې جملې په بیا بيا له ځان سره تکرار کړی، نیمه هوښیار ذهن ته مو ځان رسوي او هلته د ځان لپاره نوی ځای نیسي. نیمه هوښیار ذهن یې په اړه پرېکړه کوي، چې څه ډول جمله ده منفي که مثبته. له هغه وروسته ستاسو پر کړو وړو اغېز کوي. کله چې خدای پاک تاسو ته له قوته ډکې پښې درکړې دي، نو بیا ولې د دې پر ځای چې استورا قدمونه واخلی، پښې پر ځمکه کشوی؟ تاسو باید له حقارت، بدبینۍ، وړو هیلو او پر ځان کم باور سره ژوند ونه کړی.