نشنل انټرسټ نشریه په یوه اوږده مقاله کې لیکي د افغانستان روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ نه ده، بلکې څو نور سخت انتخابونه هم دي چې باید دغه جګړه پای ته ورسوي. د نشریې په باور طالبان هڅه کوي چې بشپړه توګه واک خپل کړي او له حکومت سره مشارکت ته نه دي تیار، نو امریکا ته په کار ده چې دې مواردو ته متوجه وي. نشنل انټرسټ همدا راز په اوسني حکومت کې د بدلونونو راوستل هم د افغان جګړې د حل لپاره یوه لار بولي. ددوی په باور د حکومت اوسنی جوړښت تر ډېره له ګډوډیو او ستونزو سره مخ دی او پخپله د جګړې د حل لپاره یو خنډ جوړ شوی دی. دغه نشریه د ډیورنډ فرضي کرښې لانجه هم د افغان جګړې ددوام او اوږدېدو یو لامل بولي او وایي چې دغه لانجه هم باید حل شي ځکه د افغان جګړې د اوږدېدو او خورېدو یو لامل هم دغه مسئله ده.



































