په نني مصروف او بوخت دور کې د دفترونو زیاتره کارکوونکي اړ دي، چې پرله پسې د کمپیوټر تر شاه کېني او خپل کارونه سر ته ورسوي. خو په ډېرو څېړنو کې ثابته شوې، چې د څو ساعتونو لپاره پرله پسې ناسته د سګرېټ له څکلو څخه هم مضره او خطرناکه ده.
په پرله پسې ډول ناسته د زړه او سرطان ناروغۍ پیدا کوي. په څېړنه کې د پرله پسې ناستې موده نه ده راغلې، خو ډاکټران سپارښتنه کوي، چې له هر ساعت یا څه زیات ناستي وروسته باید ناست کس د څو دقیقو لپاره ودرېږي او یا هم قدم ووهي. ډاکټران وايي، که یو څوک د ورځې له ۸ – ۱۰ ساعتو پورې په ناسته خپل کارونه کوي، د زړه، سرطان، مغزو او هډوکو پر ناروغۍ اخته کېږي. د ورځې ۸ ساعته ناسته بیرته په یو ساعت سخت تمرین (سپورت) سره هم نه جبرانیږي. دوامداره ناسته خېټه غټوي او هډوکي کمزوري کوي. هغه کسان چې کارونه تر ډېره په ناسته تر سره کوي، هرو مرو باید یو ساعت وروسته له خپله کار ځایه پاڅي او څو قدمه په خپله کارخونه کې وګرځي او قدم ووهي.