کوبالامین یا ویټامین بي ۱۲ په اوبو کې منحل ویټامین دی چې کمښت یې د مغز او اعصابو د اختلال لامل ګرځي .
ډاکټران وايي چې دا ویټامین له خولې نیولې تر کولمو په بدن کې جذبېږي او د جذب په هر پړاو کې د ستونزې رامنځته کېدل په بدن کې د دغه ویټامین د کمښت لامل ګرځي .
ډاکټران پر دې باور دي چې د ډېر وخت لپاره د دغه ویټامین کمښت د عصبي حجرو د پوښ د بدلون سبب ګرځي، چې د دې ویټامین په کمښت اخته کس په حواسو کې اختلال رامنځته کېږي او اعصاب یې ناآرامه کېږي. له دې سربېره، د بدن ځواک او ظرفیت یې هم کمېږي. دوی وايي، د ویټامین بي ۱۲ کمښت په زړو خلکو کې شدید عوارض رامنځته کوي چې له امله یې د سختې عصبي ناراحتۍ تر څنګ، د هاضمې سیسټم د مایعاتو په ترشح کې هم ستونزې را منځته کېږي .
ډاکټران وايي، د لږ وخت لپاره د ویټامین بي ۱۲ کمښت د وینې د کمښت ،ستړیا، ډېفرېشن او حتی لېونتوب لامل هم کېدای شي، خو د ډېر وخت لپاره د دغه ویټامین کمښت مغز او مرکزي عصبي سیسټم ته دایمي او نه جبرانېدونکي زیانونه اړوي.